د ځلمو مناظره وه
د ځلمو مناظره وه ته رانغلی
د پوهانو مشوره وه ته رانغلی
تا وې زه به برنده شم ټول ولس ته
دا دې هم تشه وعده وه ته راغلی
که د لاپو رقابت واي ته به ناست وې
د منطق مقابله وه ته رانغلی
که د غلو مصالحه وای ته به ناست وې
چي د غلو محاکمه وه ته رانغلې
دا زړې زړې پلمی به دې ځوک واوری
د بایللو اندیښنه وه ته رانغلی
چی چوکۍ تقسیمیدلې ته حاضر وې
چی وطن باندې جرګه وه ته رانغلې
په دیرو کی فیصلې وی ته وده وې
بازارو کې هنګامه وه ته رانغلې
داسې تيښته په سياست کې انتحار دی
دا د چا استخاره وه ته را نغلې؟
ته پښتون ته لوی توهين يي
ته چی خپله کاندیدی اعلانوی
زړه مي ولی ورانوی ؟
ټول عالم په خپل جرئت حيرانوی
زړه مي ولی ورانوی ؟
ستا سیاست معاملي دي
ستا تګلار تبادلی دي
ته د شګو نه ماڼۍ ودانوی
زړه مي ولی ورانوی ؟
کابينه دی وه بد نامه
پاليسي دې وه ناکامه
بیا نو څنګه ځان په مونږ تاوانوي
زړه مي ولی ورانوی ؟
ته پښتون ته لوی توهين يي
زبر دسته پله بين يي
ته إشننا له اشننايي پښيمانوي
زړه مي ولي ورانوي؟
ته مجرم خوشی کوې
ته ټګمار تقدیروې
ته لیوانو ته خواړه ارزانوې
زړه مي ولی ورانوی ؟
کله زيړ شي کله شين شي
کله تور شي کله سپين شي
هر صبا نوی نقاب عيانوي
زړه مي ولی ورانوی؟
ستا لیسانس د کلینر دی
ټکر کړی دي موټر دی
اوس یی بیرته په لیورس چالانوې
زړه مي ولی ورانوی ؟
گر صدای خوش نداری ساز کن بیخار باش
ساز را آلوده با آواز کن بیخار باش
گر به صورت نا پسندی یا به سیرت خیله خند
باز هم بر خواستگاران ناز کن بیخار باش
دزد و دهشت افگن و جاسوس اگر توقیف شد
گل به پیش پای شان انداز کن بیخار باش
گر شریک ساده لوحت خانه را برباد داد
دوستی با رند شادی باز کن بیخار باش
اهلیت را در پناه قومیت مستور ساز
مست را با محتسب دمساز کن بیخار باش
گر سخن بیجا برامد حرف خود را پس بگیر
کار را بر رسم چوت انداز کن بیخار باش
ری نزن تحصیل و تعلیمت اگر برجسته نیست
آن سند را یک کمی پرداز کن بیخار باش
گیرم ان جی او ی اول نقص کرد و لغو شد
یک دو ان جی او ی نو آغاز کن بیخار باش
ویزه دهلی نیامد کار دوبی هم نشد
بوغه ای را کش بره پرواز کن بیخار باش